د اوسلو لپاره د COVID-19 قواعد

  • وړکتونونه، لومړني او ټیټ ثانوي ښوونځي پرانیستي دي. ښوونځي به والدینو او زده کوونکو ته خبر ورکړي. دا اړینه ده چې ماشومان د زده کړې ترلاسه کولو په موخه ښوونځي ته لاړ شي. ستاسو د ماشوم ښوونځی کيدای شي خپل مقررات لري.
  • تفریحي فعالیتونه لکه فوټبال، هنډبال، ډله ئیزه موسیقي او هنري فعالیتونه د هغوماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره چې عمرونه یې له 20 کلونو ټیټ وي اجازه لري.
  • د لېسو یا لوړو ښوونځیو زده کوونکي به ډېری وخت په کور کې زده کړه کوي.
  • هغه دوکانونه یا هټۍ چې له محدودیتونو استثنا لري باید پرانیستي پاتې وي. یادې هټۍ اجازه لري چې چمتووالی ونیسي ترڅو پېرودونکي وکولای شي له کوره د باندې توکي چمتو کړي.
  • ټولې چای خونې، هوټلونه او میخانې باید تړلې وي. کورونو ته د ډوډۍ رسولو خدمات اجازه لري.
  • عامه کتابتونونه به پرانیستي پاتې وي.
  • عبادت ځایونه به پرانیستي وي. له هغو جنازو او خاورو ته د سپارنې له خدماتو پرته به نور عبادتځایونه پرانیستي وي چې تر 50 کسه به ډېر ګډون پکې نه شي کولای.له جنازو وروسته ناستې اجازه نه لري.
  • د بدن جوړونې مرکزونه تړلي پاتې کېږي. په انفرادي ډول د روزنې او بیارغونې په برخه کې یو لړ استثنآت شتون لري.
  • له عامه ترانسپورت څخه ډډه وکړئ.
  • د امکان ترحده، له کوره دنده ترسره کړئ.
  • په یاد ولرئ، که چېرې د یوه متر په اندازه ټولنیز واټن مراعات کول ستونزمن وي، نو له کور څخه د باندې وتو په صورت کې له ماسک څخه استفاده وکړئ.
  • د عامه فعالیتونو پرمهال ممنوعه قوانین په خپل ځای دي.
  • تاسو کولای شئ لیده کاته وکړئ، خو په شخصي کور کې تر لسو کسانو ډېر یو ځای کېدل منع دي، او باید په کافي اندازه اتاقونه ولري ترڅو هر شخص وکولای شي یو متر واټن مراعات کړي. په باغونو او پارکونو کې هم ورته قوانین پلي کېږي.
  • که چېرې د ناروغۍ احساس کوئ په کور کې پاتې شئ. خپل لاسونه په سمه توګه ومینځئ. که چېرې اعراض او علائم لرئ آزموینه وکړئ.
  • په یاد ولرئ چې آزموینه وړیا ده.

عامه ناستې او شخصي غونډې

له کور څخه د باندې غونډې: شخصي غونډې هغو غونډو ته وایي چې له کوره د باندې ترسره کېږي او له لسو څخه ډېر کسان پکې ګډون نه شي کولای.

ډېری داخلي غونډې منع دي،خو ځینې استثنآت شتون لري:

  1. د جنازې او خاورو ته د سپارنې په مراسمو کې تر 50 کسه ډېر ګډون نه شي کولای. هر سړی باید یو متر ټولنیز واټن مراعات کړي.
  2. له نندارچیانو پرته ورزشي غونډې، سیالۍ، هنري فعالیتونه او اړونده غونډې.
  3. له مېلمنو پرته ودونه، کلیسایي فعالیتونه او ورته مراسم.
  4. د تولید کار کوونکو پرته دیجیتالي غونډې چې تر پینځو کسه ډې پکې حضور و نه لري. هر شخص باید یو متر واټن مراعات کړي.

ستاسو په خپلو کورونو، بندو فضاګانو او د باندې فضا کې غونډې

ستاس په کور کې په یوه وخت له لسو کسو ډېر کسان نه شي یو ځای کېدای. سپارښتنه دا ده چې له غونډو او لیدنو څخه ډډه وشي. هر شخص باید وکولای شي یو متر واټن مراعات کړي.

په شخصي کورونو کې شخصي مجلسونه، د چت لاندې یا دباندې

په یوه وخت کې تر د 10 کسانو د یو ځای کېدا اجازه شته. ټول برخه اخستونکي باید له یو بل سره تر 1 میټر په واټن لرې ووسي.

  • ماشومانو او تنکیو ځوانانو، چې عمرونه يې له 20 کاله ټیټ وي، اجازه لري چې د فراغت په فعالیتونه لکه فټبال، هېنډبال، دیني نشید ویونکو ډلو او مارچ کوونکو سازډلو کې برخه واخلي.
  • د عبادت ځایونه به خلاص ووسي. دیني مراسم او د دعا د محفلونو اجازه نشته، پرته له د جنازې او د مړي د یاد مراسمو څخه چې پکې تر 50 پورې کسان برخه اخستلای شي. د جنازو یا د مړي یادګاری مراسمو څخه وروسته د ټولنیزو مجلسونو اجازه نشته.
  • د بدن د ورزش مرکزونه به تړلي وي، پرته له هغه د بېرته رغېدنې له هغه مرکزونو چې په فردي ډول خدمتونه وړاندې کوي. 
  • تر ممکنه حده لږو نه لږو کسانو سره نږدېکت ولرئ
  • لاسونه بیا بیا او سم روغ مینځئ، لږترلږه 20 دقیقو لپاره
  • له نورو خلکو لږترلږه 1 میټر لرې پاتې کېږئ
  • که ناروغه یاست نور په کور پاتې شئ

قرنطین شئ – که تاسو له ويروس څخه عفوني شوي تن سره نږدې پاتې شوي یاست یا له هېواد څخه بهر تللي واست

  • که تاسو له ويروس څخه عفوني شوي تن سره نږدې پاتې شوي یاست یا له هېواد څخه بهر تللي واست نو باید ځان تر 10 ورځو پورې قرنطینه کړئ.
  • که په تاسو کې د ناروغۍ علامتونه رامنځته شي، نو بایده ده چې د COVID-19 ازموینه وکړئ.
  • که ازموینه وښيي چې تاسو عفونت نه لرئ نو بیا هم باید قرنطینه شئ.  ستاسو د کور کسان اړتیا نه لري چې قرنطینه شي.

د دغه 10 ورځو په ترڅ کې، تاسو باید له لاندې کارونو څخه ډډه وکړئ:

  • ښوونځي یا د کار ځای ته تلل، په چا مېلمه کېدل یا خپله څوک مېلمه کول
  • په بس، مېټرو یا ټرام کې سفر کول

تاسو د دغه کارونو اجازه لرئ:

  • په یواځې ځان یا د خپل کور کسانو سره پیاده چکر ته وتل. که بېخي اړینه وي نو کولای شئ چې دکان ته لاړ شئ، خو غوره ده چې بل څوک درله سودا واخلي. 

که په تاسو کې د قرنطین په ترڅ کې د ټوخي یا د زکامو نخښې پیدا شي، تاسو باید په خپل  ځان له نورو خلکو څخه بېل کړئ او د COVID-19 ازموینه ترسره کړئ. 

انزوا– که تاسو ته عفونت لګېدلی دی یا د کورونا ويروس علايم لرئ

  • کله چې تاسو له نورو څخه ځان جلا کړی وي نو هغه موده کې باید نورو خلکو ته نږدې نه شئ، حتی چې د خپلې کورنۍ خلکو ته هم نه. 
  • په بېله خونه کې ووسئ. په تشناب کې بېله تولیه وکاروئ. 
  • که تاسو په کور کې له نورو خلکو ځان نشئ بېلولی، نو تاسو باید خپلې ښارې اولسوالۍ سره تماس ونیسئ چې تاسو سره د ځان د بېلونې لپاره په ځای موندنه کې مرسته وکړي. 
  • که تاسو ډېر زیات ناروغه شئ، نو خپل جي پي یعني عمومي معالج (ډاکټر) سره تماس ونیسئ، یا د ناڅاپي درملني کلینیک (legevakt) ته په 116117 ټیلیفون وکړئ. که د ستاسو حالت ژوند ته خطر لرونکی دی، عاجلو روغتیايي خدمتونو لپاره په 113 ټیلیفون وکړئ. 

د COVID-19 وړیا ازموینه

که دا نخښې لرئ نو باید ازموینه مو وشي: 

  • ټوخی کوئ
  • د خولې خوند یا د بوی احساس مو ختم شوی 
  • زکام لرئ
  • داسې چا سره نږدې پاتې شوي یاست چې اوس کورونا ويروس لري

د COVID-19 ازموینې تل وړیا دي 

تاسو له خپل عمومي معالج څخه د COVID-19 ازموینه غوښتلای شئ، د اوسلو د ښار ویب پاڼه oslo.kommune.no وګورئ، یا د کورونا  ویروس مرستندویه ټیلیفوني لیکې ته په 21802182 زنګ ووهئ.
د کورونا ويروس مرستندویه ټیلیفوني لیکه تاسو سره خپله مورنۍ ژبه کې مرسته کولای شي.

د اوسلو د ښار په وېب پاڼه (چې یواځې نارویجي او انګلېسۍ کې ده) د COVID-19 ازموینې لپاره نوم ثبتونه کولو لپاره، تاسو باید BankID یا MinID ولرئ.

د COVID-19 د ازموینې پایلې

  • که ازموینه وښيي چې تاسو د کورونا ويروس لرئ، تاسو سره به په ټیلیفون تماس ونیول شي. 
  • که تاسو سره تماس نه دی نیول شوی، نو د پایلو د ترلاسه کولو لپاره تاسو باید ته helsenorge.no لاګ ان یعني داخل شئ (چې داخلېدا لپاره BankID یا MinID ته اړتیا لري) یا د کورونا ويروس مرستندویه ټیلیفوني لیکه باندې ټیلیفون وکړئ. 

د کورونا ويروس مرستندویه ټیلیفوني شمېره: 21802182

دلته تاسو کولای شئ:

  • ازموينې لپاره وخت واخلئ 
  • د کورونا ويروس په اړه مشوره او معلومات ترلاسه کړئ
  • د COVID-19 واکسین په اړه نور زده کړئ (د واکسین په اړه پوښتنو لپاره 3 ووهئ)

تاسو په خپله ژبه کې مرسته ترلاسه کولای شئ. که تاسو د تنفس جدي علامتونه لرئ، نو خپل عمومي طبیب سره رابطه وکړئ. که  ستاسو عمومي طبیب موجود نه وي، یا تاسو ته د عاجلې مرستې اړتیا ده، نو په 116117 باندې ناڅاپه خدمتي کلینیک ته ټیلیفون وکړئ. که  ستاسو حالت ژوند ته خطر لرونکی دی، عاجلو روغتیايي خدمتونو لپاره په 113 ټیلیفون وکړئ.

د خلاصېدا ساعتونه:

  • دوشنبه–جمعه: 08:30–15:00
  • شنبه–یکشنبه: 09:00–15:00

د COVID-19 واکسین

واکسین به تاسو د کورونا ويروس سختې ناروغۍ څخه وساتي.

واکسن وړیا او خوندي دی. هر چا لپاره د دې سپارښتنه کیږي، په شمول د هغو چې د لوړ خطر په ډله کې دي.

تر ټولو عام اړخي تاثیرونه يې معتدل دي او په عمومي حالاتو کې څو ورځې وروسته له منځه ځي. چې کله د واکسین ترلاسه کولو لپاره  ستاسو نوبت راشي نو  ستاسو اولسوالي به تاسو سره تماس ونیسي. تاسو له مخې د وخت نیولو پرته د واکسین د ترلاسي ځای ته نشئ ورتللای.

په norge.no/oppdater-kontaktinformasjon باندې د خپل تماس معلومات تازه کول مه هېروئ.

د تماسونو تعقیبي موندنه

که تاسو له کورونا ويروس څخه اغېزمن شوي یاست، نو موږ له اړینه ده چې هغه کسان په ګوته کړو چې تاسو ورسره په تېرو څو ورځو کې تماس درلودلی دی. دا دې لپاره وي چې نور خلک د عفوني کېدا څخه وژغورل شي.

موږ هر هغه چا سره په تماس کې شو چې تاسو ورسره لیدلي دي یا مو ورسره نږدې رابطه لرلې ده. دوی به دا حال نه ویل کیږي چې ويروس ورته د چا څخه لګېدلی دی. هغه څوک چې رابطه ورسره لرل شوې ده، هغه باید د عفوني شوي تن سره د تماس د نیټې راهیسې تر 10 ورځو پورې قرنطینه شي. دوی باید د COVID-19 ازموینه هم ترلاسه کړي.

 ویډیوګانې

پوسټرونه

معلوماتي پارچه