د اوسلو لپاره د کورونا ویروس مقررات، د جون میاشتې له 16مې نېټې څخه د تطبیق وړ دي.

د اوسلو لپاره ترټولو مهمې سپارښتنې او مقررات ښکته کړئ.

د اوسلو لپاره مقررات (PDF)

قرنطین او سفر
 

د ناروې حکومت د هغه خلکو لپاره مقررات صادر کړي دي چې څوک باید له بهر څخه راستنیدو وروسته په قرنطین هوټل کې پاتې شي.

  • د دي مقرراتو په اړه چي اوس پلي شوی نور ولولئ athelsenorge.no.

(پښتو) https://www.helsenorge.no/ps/coronavirus/travel-to-norway/

تاسو نشئ کولای له وړاندې په اوسلو کې قرنطین هوټل ونیسئ. د سرحد پولیس به مشوره ورکړي چې څوک باید په ټاکل شوي هوټل کې قرنطین شي. په سرحد باندي چارواکي به مسافران په ختیځ ناروې کې مختلف قرنطین هوټلونو ته وسپاري.

یاد ولرئ – د کوویډ ازموینې وړیا دي!انزوا– که تاسو ته عفونت لګېدلی دی یا د کورونا ويروس علايم لرئ

  • کله چې تاسو له نورو څخه ځان جلا کړی وي نو هغه موده کې باید نورو خلکو ته نږدې نه شئ، حتی چې د خپلې کورنۍ خلکو ته هم نه. 
  • په بېله خونه کې ووسئ. په تشناب کې بېله تولیه وکاروئ. 
  • که تاسو په کور کې له نورو خلکو ځان نشئ بېلولی، نو تاسو باید خپلې ښارې اولسوالۍ سره تماس ونیسئ چې تاسو سره د ځان د بېلونې لپاره په ځای موندنه کې مرسته وکړي. 
  • که تاسو ډېر زیات ناروغه شئ، نو خپل جي پي یعني عمومي معالج (ډاکټر) سره تماس ونیسئ، یا د ناڅاپي درملني کلینیک (legevakt) ته په 116117 ټیلیفون وکړئ. که د ستاسو حالت ژوند ته خطر لرونکی دی، عاجلو روغتیايي خدمتونو لپاره په 113 ټیلیفون وکړئ. 

د COVID-19 وړیا ازموینه

که دا نخښې لرئ نو باید ازموینه مو وشي: 

  • ټوخی کوئ
  • د خولې خوند یا د بوی احساس مو ختم شوی 
  • زکام لرئ
  • داسې چا سره نږدې پاتې شوي یاست چې اوس کورونا ويروس لري

د COVID-19 ازموینې تل وړیا دي 

تاسو له خپل عمومي معالج څخه د COVID-19 ازموینه غوښتلای شئ، د اوسلو د ښار ویب پاڼه oslo.kommune.no وګورئ، یا د کورونا  ویروس مرستندویه ټیلیفوني لیکې ته په 21802182 زنګ ووهئ.
د کورونا ويروس مرستندویه ټیلیفوني لیکه تاسو سره خپله مورنۍ ژبه کې مرسته کولای شي.

د اوسلو د ښار په وېب پاڼه (چې یواځې نارویجي او انګلېسۍ کې ده) د COVID-19 ازموینې لپاره نوم ثبتونه کولو لپاره، تاسو باید BankID یا MinID ولرئ.

د COVID-19 د ازموینې پایلې

  • که ازموینه وښيي چې تاسو د کورونا ويروس لرئ، تاسو سره به په ټیلیفون تماس ونیول شي. 
  • که تاسو سره تماس نه دی نیول شوی، نو د پایلو د ترلاسه کولو لپاره تاسو باید ته helsenorge.no لاګ ان یعني داخل شئ (چې داخلېدا لپاره BankID یا MinID ته اړتیا لري) یا د کورونا ويروس مرستندویه ټیلیفوني لیکه باندې ټیلیفون وکړئ. 

د کورونا ويروس مرستندویه ټیلیفوني شمېره: 21802182

دلته تاسو کولای شئ:

  • ازموينې لپاره وخت واخلئ 
  • د کورونا ويروس په اړه مشوره او معلومات ترلاسه کړئ
  • د COVID-19 واکسین په اړه نور زده کړئ (د واکسین په اړه پوښتنو لپاره 3 ووهئ)

تاسو په خپله ژبه کې مرسته ترلاسه کولای شئ. که تاسو د تنفس جدي علامتونه لرئ، نو خپل عمومي طبیب سره رابطه وکړئ. که  ستاسو عمومي طبیب موجود نه وي، یا تاسو ته د عاجلې مرستې اړتیا ده، نو په 116117 باندې ناڅاپه خدمتي کلینیک ته ټیلیفون وکړئ. که  ستاسو حالت ژوند ته خطر لرونکی دی، عاجلو روغتیايي خدمتونو لپاره په 113 ټیلیفون وکړئ.

د COVID-19 واکسین

واکسین به تاسو د کورونا ويروس سختې ناروغۍ څخه وساتي.

واکسن وړیا او خوندي دی. هر چا لپاره د دې سپارښتنه کیږي، په شمول د هغو چې د لوړ خطر په ډله کې دي.

تر ټولو عام اړخي تاثیرونه يې معتدل دي او په عمومي حالاتو کې څو ورځې وروسته له منځه ځي. چې کله د واکسین ترلاسه کولو لپاره  ستاسو نوبت راشي نو  ستاسو اولسوالي به تاسو سره تماس ونیسي. تاسو له مخې د وخت نیولو پرته د واکسین د ترلاسي ځای ته نشئ ورتللای.

په norge.no/oppdater-kontaktinformasjon باندې د خپل تماس معلومات تازه کول مه هېروئ.

د تماسونو تعقیبي موندنه

که تاسو له کورونا ويروس څخه اغېزمن شوي یاست، نو موږ له اړینه ده چې هغه کسان په ګوته کړو چې تاسو ورسره په تېرو څو ورځو کې تماس درلودلی دی. دا دې لپاره وي چې نور خلک د عفوني کېدا څخه وژغورل شي.

موږ هر هغه چا سره په تماس کې شو چې تاسو ورسره لیدلي دي یا مو ورسره نږدې رابطه لرلې ده. دوی به دا حال نه ویل کیږي چې ويروس ورته د چا څخه لګېدلی دی. هغه څوک چې رابطه ورسره لرل شوې ده، هغه باید د عفوني شوي تن سره د تماس د نیټې راهیسې تر 10 ورځو پورې قرنطینه شي. دوی باید د COVID-19 ازموینه هم ترلاسه کړي.

 ویډیوګانې

پوسټرونه

معلوماتي پارچه